افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1496 شاعران8588 شعرونه
کاشکی
کاشــــکی هیڅ په دی دنیا کی پیدا نه وای
چه لـــــــــه تاسره هیڅ وخت کی آشنا نه وای
بـــــیلتون غم دی هجران غم جدایی غم دی
لیونی خــــــــــــاوری پر سر اورسوا نه وای
مینه ژ.ند مــــــــــــینه هستی مینه مستی ده
سترگی ښی نه ښکاریدی کـــه بینا نه وای
گل او.بڼ څانګه غوټی به ښایسته نه ول
کـــــــــــــــــه بزگر ملیار بلبل اوبورا نه وای
چــا شراب په لپه څښلی په کوم وخت کی
که جام نه وای ساغر نه وای مینا نه وای
چــــــــــــــه لازم اوملزوم یو په دی دنیا کی
کــاشکی هجر بیلتون نه وای جفا نه وای
لارویـــــــــه سزاوار دجفا نه یی وفا نکړی
تا به نور څـــــه شی لیکل که سزا نه وای