د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
سخي داد فايز

غزل

په اول ځل راته موسکۍ وه ماچي وليدله
دقاف د غرونو شاپيرۍ وه ما چی وليدله
بيا يي روخسار کي د يو سف حسن مي وکتلو
هغه د مصر شهزاد ګۍ وه ما چي وليدله
په ناز نخرو او ادو ګانو زما زړه يي غلا کړ
فلک ته وخته سپوږمۍ وه ما چي وليدله
وښکلي مخ ته په کتلو يي هک پک حیران شوم
زموږ دکلي يوه نجلۍ وه ما چي وليدله
فايزه ووايه د کوم ځای ده او چېري به وي
هو د تر نک يوه کوچۍ وه ما چي وليدله

د شاعر نور شعرونه ←