د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1652 شاعران10764 شعرونه
شفيق الله فيضی

سوال

خدايه باقی ژوند مو په قلاره کړی
خلاص مو د غمونو له روزګاره کړی
مونږ د ورور وژنی نه تنګ شوی يو
نور لاسونه زړونه بی آزاره کړی
څوک چی ورانوی ښکلی وطن راته
ای خدایه لاسونه يي بی کاره کړی
مینه او احسا س چی ورسره وی تل
دا رنګه ځوانان راته بی شماره کړی
خدایه دا وطن مونږ ته جنت جوړ کړی
نور يي ګلستان زمونږ لپاره کړی
خدایه د شفيق سوال زاری ومنی
خپل فضل او کرم ته يي اميدواره کړی

د شاعر نور شعرونه ←