د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ميرنواز روهين

بمونه مه اوروۍ

زموږپه خلکواوبانډوبمونه مه اوروۍ
ددې هيوادپه پرګنوبمونه مه اوروۍ



يوڅه حيا ئې له زخمي زړه اوځيګره وکړۍ
دخوارماشوم په سترګوسروبمونه مه اوروۍ



ارام موپرېږدۍ چه اختر په خوشحاليو تېرکړو
نورموپه ختم اووادوبمونه مه اوروۍ



په سپومومه داړۍ تورسري دعفت بيبيانې
زموږپه ويښواوبېدوبمونه مه اوروۍ



که هلته دي که دلته دي خوزموږخلک رې مري
نورموپه خپلواوپردوبمونه مه اوروۍ



کونډې اورنډې معيوبين موله شمېرواوښتي
په دې بيوزلوپښتنوبمونه مه اوروۍ



شنې کروندې مولاسوځيږي دسره اورپه لمبو
په ورانوورانو کنډوالوبمونه مهاوروۍ



دوداودستورته درناوی زموږدخلکووکړۍ
زموږپه لوړوارزښتوبمونه مهاوروۍ



دلراوبرترمنځ دوينې شاه رګ مه پرې کوۍ
دلوړخيبرپه سردروبمونه مه اوروۍ



ديوويښتم قرن دحرص اودوحشت ليونو
دانسانيت په فرشتوبمونه مه اوروۍ



ټوټې ټوټې به شي ځيګراوماشوم زړه دروهين
بس ده دروه په لوړوغرو بمونه مه اوروۍ



جرمني-اوفن باخ 18.11.2010

د شاعر نور شعرونه ←