افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
غزل
هرغمازدې له عاشق ځني په سرمري
مړه دې شي ټوغمازان چې مې دلبر مري
نشته نشته ده وفاپه چاکې نشته
هرعاشق دبې وفاووپه ډګرمري
چې دیارپه مړوندپرې وځی وده شي
په دې حال به خوشنصیبه بختورمري
چې په خپله سرلښکرپه مخ کې نه وي
که هرڅومره فدایان وي ټول لښکرمري
ورشه ورشه ای! ریباره که په خلاشي
واحدیارله خپل دلبره مرورمري