افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
فداممد نومير
ته دمرګ په خوب ويده اوسه ويښ نسې
پروت تيارو کي درڼا په لور ليښ نسې
قوم، قبيل په بربادی کي چي خيرغواړي
ورک سباکه له دنيا سوې نو هيښ نسې
نه دي غواړي و سړې ته توده غواړي
په رقيب پوري نادانه چي سريښ نسې
دتېرو تورو ميدان کي زمو يل دي
جنګ چي سوړسي بيانوکله هم بريښ نسې
تربې ننګه ژوند مرګۍ درته بهتر دی
مرګ دي راسه په حساب دساکيښ نسې
٢٥ اکتوبر،٢٠١٠
متحده ايالات ،کلفورنيا