د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
هلمند شېرزاد

افغانکرکیټ ملي ټیم ته

نن په سیالۍ کی يي خپل کړی لوړ مقام
ټیم د کر کيټ ته مو سلام



په تاسو ویـــاړو خــــوشالیږو
په میړنتوب مــــــو ډیر نازیږو
خوښ په جـــــامو کی نه ځایږو



کـــــــوو په زړو کــــــی ډیره مینه احـــــترام
ټیم د کر کيټ ته مو سلام



تاسی د هــــــر چا د سیالې کړو
په هــــــر بري مو خــوشالې کړو
الله تـــــه تل دا سوال زارې کړو



چی مــــو سرلـــــوړي بریالي لـــــــره مـــــدام
ټیم د کر کيټ ته مو سلام



لوړه شمله د میرویس خان يي
توره تیره د خــــــوشال خان يي
چغه، لښکر د احـــــمدخان يي



تاسی مـــــلالي ته غــــــرور ورکـــــــړو انعام
ټیم د کر کيټ ته مو سلام



دا د هلمند د زړه ارمـــــــان دی
ورسره ټـــــــول افغانستان دی
که هره پیغله ده کـــه ځوان دی



چی لـــــــه جنګو مــــــــــــو شی شیرین وطن ارم
ټیم د کر کيټ ته مو سلام



مالمو سویډن

د شاعر نور شعرونه ←