د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1296 شاعران8588 شعرونه
اټک يوسفزی

ترخه لګي

نه کېږي هيڅ شي ته مې زړه نه کيږي
ستا خوږو خبرو ته مې زړه کېږي
نور نو انتظار زما نه ، نه کېږي
ګوره چې اخر به نو اوس څه کېږي
مه وايه چې اوښکې مې عبث لاړې
للمه کې ګلان په بارانه کېږي
هر چا نه چې سا عزرايل اخلي نن
شک يې د قاتل په پښتانه کېږي
نه مې لاس کې توره نه لښکرې شته
ستا ګټل اټکه اوس په خوله کېږي
/ کامه

د شاعر نور شعرونه ←