د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1296 شاعران8588 شعرونه
نثاراحمد ژوند

غزل

خوري درته قسم لېونى شوى دى
اوس درپسې سم ليونى شوى دى
ستوني کې يې چا خندا کرلې ده
سم لکه چلم لېونى شوى دى
نن يې ارادې ورته ښې نه ښکاري
بيايې ورته زغم ليونى شوى دى
وځي له پښتون تهذيبه وايي چې
مرم ورپسې مرم ليونى شوى دى
داچې په سندرو مين شوى ژوند
نه دى په دې ګرم ليونى شوى دى

د شاعر نور شعرونه ←