افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1410 شاعران8588 شعرونه
غوره خبري
وایي: پمنانوته ځواب دی پټه خوله
د نا پوهانو نه تېرېږه د یوه سلام په خوله
لېوني او ماشومان وایي څه چي اوري
خو پوهان کله خلاسوي بې ځایه خپله خوله
وایي: چي اوسې په خوی به د هغو سې
منــي پوهان ټــول دغـه ویـنا په یوه خـوله
له ولي نه مڼه په لاس نه راځي هیڅکله
تر لاندي که ودرېږې تر قیامت په وازه خوله
داخــبري ټــوله چــي دلتــې بــیان وســو
سته په کتابو کي،ویلي پوهانو دي په خوله
مــا یــوازي سمسمـون کړلې په شــعــر
ښه یې داده، چي ولري انسان یو کړه او خوله