افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1092 شاعران8588 شعرونه
غزل
خون به مي واخلي قاتلاني به سي
زلفي دي مه سموه! وراني به سي
په آیینه کي سترگي مه توروه
ځان ته به وگوري حیراني به سي
زموږ وعدې دښکلوڅڼي نه دي
چي رنگ به واړوي ارزاني به سي
دمحبت خواري دي هېره مه سه
لاري که گراني دي اساني به سي
بلا دي واخلم زلفي مه خوروه
بلابه واخلي بلا گاني به سي
دتوروستگو درواغجني کیسې
صابره مه سپینوه گراني به سي