د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1527 شاعران8588 شعرونه
احمدجان نوزادي

رازلمی به شی

خیر دی که ماشوم رازلمی به شی



ګوری لاتنکی دی ټکنی به شی
زړی دی ماشوم دی رازلمی به شی
ورکړی ددی مټو ته قووت ورکړی
زه په دی باور یم بریالی به شی



ورکړه ورته لاس تر څو قدم واخلی
راشی دا لومړی قدم یی د لمانځو
بیا به په ورو، ورو په لاره تلل زده کړی
راشه چی قدم قدم یی ولمانځو



مه پریږدی پرځمکه باندی ولویږی
راشی هر قدم ته یی قووت ورکړو
غواړی چی ولاړ شی حرکت وکړی
راشی حرکت ته یی برکت ورکړو



دابه په ورو ورو په لار تلل زده کړی
سمدلاسه وروسته به ځغاستل زده کړ
دا به دنګو غرونو ته ختل زده کړی
دا به کږلیچونه وتل زړه کړی



مټ به یی قوی بازو غښتلی شی
زما او ستا په مرسته به پیاوړی شی
دا به د تاریخ پاڼی زرینی کړی
دا به دا تیاری کوټی رنګینی کړی



ګوری لاتنکی دی ټکنی به شی
زړی دی ماشوم دی رازلمی به شی
ورکړی ددی مټو ته قووت ورکړی
زه په دی باور یم بریالی به شی

د شاعر نور شعرونه ←