د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1092 شاعران8588 شعرونه
اصغر اکبري

غزل

ګولۍ دوخو ړې په څنګ څنګه راوغورځېدې؟
ته خو يو څلی وې د ننګ څنګه راوغورځېدې؟



تا خــــو دپيغلـــو په ټټر پراخ ټالونه وهـــل
په ځمکه نن لکه لونګ څنګه راوغورځېدې ؟



ژڼيه ټوپکو خولې ته تلې له پښو مې ونيولې
زما په غيږ کې داسې ړنګ څنګه راوغور ځېدې ؟



ښايي چـــې سپينو مړوندو له تا ساتنه نـــــه کړه
ته وې دشنو بنګړيو شرنګ څنګه راوغورځېدې ؟



تا خو دا چټې پيغلې ټولې په ژړا ستړي کړې
په دغه کلي لکه جنګ څنګه راوغورځېدې ؟



دا رقيبان د که توسونه له ميدان پورته کړل
( اصغره ) ته پارو کې رنګ څنګه راوغورځېدې ؟



خوست

د شاعر نور شعرونه ←