د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1093 شاعران8588 شعرونه
احمدجان نوزادي

ټوپکه

توپکه تا به ماتوم توتوپکه
تا به له ملکه ورکو توپکه
زه دی خراب کړم خراب به شی ته
پخپل قلم دی ټکوم توپکه



توپکه تا کړل زما ورونه رامړه
تاپه زلمیانو کړل مرګونه ماړه
هره ورځ ته زما جنازی ته ناست یی
زه به تا حتما سوځوم ټوپکه



ټوپکه ستا په یارانه کی ګوره
زما یاران له مانه وتښتیدل
خپل می، پردی، پردی، پردی شوه راته
ټول انسانان له مانه وتښتیدل



ستا خو دی خاوری شی یاری ټوپکه
دامی له ملکه ورکوی ټوپکه
کورکنډواله شو ښار می لوټی لوټی
دامی نړی کی سپکوی ټوپکه



ټوپکه تابه ورکو ټو پکه
نوربه دا اوښکی دروم ټوپکه
دا دکلونو او پیړو غمیزی
نوزادی وایی ختموم ټوپکه

د شاعر نور شعرونه ←