د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1091 شاعران8588 شعرونه
آمیر سرسام سمون

نادان پشتون

دَ پشتون نه مي ســـــــــــــتړي شــوي طـبــــــیعــت دي
نه ي اوریدلي چري ځمــــــــــــــاهم نصـــــــــــــیحـت دي



کوی هــــغـــــه چه څه ورته د کلی مُــــــــــــــــــــلا وائی
مـــــــــا پخـــــپـــــله ورته کړي ډیرمِـــــــــــنـــــــــــــت دي



په یویشتمه پیړي کښي هم د پشتون ســــــرخرڅیږی
د نــاپوهه د خــــــــــــــپــل ژوند په حـــــــقـیقـــــــت دي



د کور او حجري د کټونو لــــــــــــنـــګي ي وُشــــــــلولي
د تربور د بدو نه ي جــــــــــــــــــوړکړي عــــــــــبادت دي



که ټوله دنیا وی تري نه وړاندِ تربور ي وروســـــــتــــــه
٬٬سمــــــــونه ٬٬په دِ ډیرخوشحــاله د بدبخــــــت دي



که دنیا ټوله شی تري وروسته یو تربور تري مخکښي
پــه دِ خــــــــــــــبره ده تــه ډیــــــــــر ذِلـــــــــــــــت دي



تربور اغـــیـــــــــــــــــــــــــــــــــــار تـه تره زاده ورور دي
مــونږ ته ي تري جــوړ کړي یو آفــــــــــــــــــــــــــت دي



دَ چه نن خپـلو لاسو خپـو سره په جـــــــــــــــــنګ یم
دَ غماز راسره کړي عجیبه غوندِ شـــــــــــــــــرارت دي



دَ ورور تربور ســـــــره پخـــــــــــپله اونخـــــــــــــــــتلم
چه مي کړي تري نه ټول عُــمر نفـــــــــــــــــــــرت دي



چه دَ نن خپل ورونړه راته مـــــــیـــــــــرنی ښــــکاری
رقیب راکښي اچولي داسي قـصـــــــد اوعـداوت دي



دَ چه مونږ د یو بل سُیـــــــــــــــــــــوری په کانړو وُولو
دَ تـــورو نیــتونو مو دغــــــه عِـلــــــــــــــــــــــــــت دي



مونږ د یو بـــــــــــــــابـــــــــــــا د یوي څانګي یُو ګلونه
راځه د پشتونخوا د جنډي په رنګ مي درته نیت دي

د شاعر نور شعرونه ←