د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1517 شاعران8588 شعرونه
ایاز یوسفزی

غزل

پرهــــــــر پرهـــــــــــر دې کــــړم ټکور دې نۀ کــــړم
لـــوګے لـــوګے دې کــــړمــــــــه اُوور دې نۀ کــــړم



للمــــــه دې پريښــــــــــــول ارمـــــــانونه زمــــــــــــا
ســـــــــــــــپرليه لاړلې ســــــــمســـــور دې نۀ کــــړم



تُوئي دې کړم اُوښــــــــکې پۀ شــان،هـير دې کړمــــه
ګــــــــــرانه دَ تُورو ســـــــــــــترګو تور دې نۀ کــــړم



پــۀ نن صــــــــــــبا کښې دې مُـــــــــودې تيرې کـړې
اِنتــــــــــظار اوس به عــــــــــــــبث نور دې نۀ کــــړم



چـــــــــــرته پۀ ټينګــــــــــه دې ســــت وَنکــــــــړلــو
ګُلـــــه ميلمـــــــــــــه دَ زړۀ پۀ کــــــور دې نۀ کـــــړم

د شاعر نور شعرونه ←