د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1525 شاعران8588 شعرونه
میرویس لاروی

غزل

دردیږم چه سوزیږم ستا ارمــــــــــــــــــــــــــــان می سوزوی
ښایست دښــــــــکلو سترګو سور بیځوان می سوزوی
تیاروکی می دژوندسپینی سپوږمی غــوندی رڼاشه
بیلتانه دوزخ کی پروت یم ستا هــــــــجران می سوزوی
ډوبیږم سمندر کی دخیالو نوچه جــانان دی راته وویل
دګل په رنګ رنګینی سره شوڼډان مـــــــــــــــی سوزوی
خــــــــــــــــــندا نه دځاریږم لـــــــــه مسکا نه دی ځــــــــاریږم
قــــــــــــسم په رب محبوبی هـــــــــــــــــــر زمان می سوزوی
دشوڼډو میخانه کــــــــــی دی دمــــــــــــینی شراب راکړل
چیچلی یی په زړه زلـــــــــــــــــــــــــــــفی ماران می سوزوی
عذاب یمه کړیږم دغــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمونو په بید یا کی
سور اور دجـــــــــــــــــــــــــــــــــــــدایی پر بیابان می سوزوی
غمــــــــــجن غـــــــمجن چه ګرځم لاروی یـــــــــــــم لالهانده
یادونه تیر وخــــــــــــــــــــــــــــــــــــتونه دهــجران می سوزوی

د شاعر نور شعرونه ←