د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
امان بیګ شیرزاد

غزل

كه كلي كلي باران وي ستا دحسن باغيچه كي
زما زړه پكي حيران وي ستا دحسن تماشه كي
هميشه ستا دلبانو په جوش زه بيهوشه ګرځم
بي دميوخمار پريوزم ستا دحسن ميكده كي
ستا دزلفوخوشبويو كي ليوني ليوني اوسم
كه بستر مي كړي دلبره ستا دحسن په خانه كي
ماڅوځلي خپلي اوښكي درليږلي دي مغروري
تاقيدكړي زما اوښكي ستا دحسن جيل خانه كي
داڅه وشوه څه به كيږي دشيرزاد زړه به ژړيږي
ليري ګرځه ته بيغوره ستا دحسن شاهانه كي

د شاعر نور شعرونه ←