د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1296 شاعران8588 شعرونه
واحديار عبدالرحيم زى

حمد شريف

هريوبوټي هرګيا کې خدايه ته يې
ددنيا په هراشياکې خدايه ته يې
دقدرت نښې دې ښکاري په مخلوق کې
هره دشته اوبيديا کې خدايه ته يې
داټول غرونه ولاړ تاته په تعظيم دي
پاس په عرش معلي کې خدايه ته يې
کائنات ست دخدايي څرګندويې کړي
توره شپه سپينه رڼاکې خدايه ته يې
لاس په نام درته ټول بوټي اواشجاردي
دذيروح په هره ساکې خدايه ته يې
شين طوطي اوبلبل هم ستاثناوايي
فرش دځمکې پاس هواکې خدايه ته يې
ددرياب هره څپه ستا ګواهي کړي
په هردهراودنيا کې خدايه ته يې
ددې ټول واړه مخلوق خالقه ربه
په وچ کاڼې اوصحراکې خدايه ته يې
واحديارستاله توصيف ځنې عاجزيم
خو زما هره وينا ې خدايه ته يې

د شاعر نور شعرونه ←