افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1410 شاعران8588 شعرونه
غزل
اوښکې مې جانانه بې اختياره شوې
ته چې زماله مينې نه بيزاره شوې
مامې دې زړه کورستادزړه کورباله
ولې زما له مينې توبه ګاره شوې
خداى لپاره ګرانې درنه هيرنکړې
نن که زه غريب يم ته مالداره شوې
ته به هم دمينې په خوند پويه شې
چېرې که زما دزړه واکداره شوې
هلته به رقیبه درمالومه شي
يوځل که زما په څيربي ياره شوې
ته به په ژړااوسلګوستړې شي
تيره که يوځل مې تر مزاره شوې
ستا ژوند به يواځې بې مفهومه وي
ګرانې که يوځل بې واحدياره شوې