د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
وصال نوري

غــــــــــــــــــــزل

دغم شېبې لتانه لرې، خو زه ښــــــــــــــــــــــــه یم پکې
دغم کیسې لتانه لرې ، خو زه ښــــــــــــــــــــه یم پکې

زه ښه په دې یم چې اوس غم کې اشنا نه وینمـــــــــه
غمجنې شپې لتانه لرې ، خو زه ښـــــــــــــــــه یم پکې

دلرې لرې سلامـــــــــــــــــــــــونه درلیږم چې وایخلې
دغم تیارې لتانه لرې ،خو زه ښــــــــــــــــــــــه یم پکې

رقیب راپورته شو تعنه یې ستـــــــــــــــــــاپه سر راکړه
دغه تعنې لتانه لرې ،خو زه ښـــــــــــــــــــــــه یم پکې

که چیرې زړه مې درسره وي لږ مسکۍ غوندې شه
سړې تودې لتانه لرې، خـــــــــــــو زه ښـــــــــه یم پکې

وصال دغم پګړۍ په سر کړه خو خوشحــاله ګرځي
دغم جـــــــــــــامې لتانه لرې ، خو زه ښـــــــــه یم پکې

د شاعر نور شعرونه ←