د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
مینه (صابر)

دردمنی سترګی

اوښکی می غمونو ته هینداری شوی
سترګی می له دردنه خبرداری شوی
شنډو می موسکا خورول نه غوښتل
نن یی چی خوره کړه ګنهکاری شوی
مه پوښته ددی زمان له درد او غم
دلته لا ستونزمنی د ژوند چاری شوی
دلته له قتلو نه زړونه خونداخلی
دلته د انسان وینی ارزانی شوی
ګل د نفرتونو رنګ اخیستی دی
باغ کی د بلبلو څه چغاری شوی
خپل وجدان انسان نه نن په تیښته دی
پښی نن له ښی لاری نه بی لاری شوی
(مینه ) د خپل قوم غمونو وخوړه
زړه څخه یی جاری د وینی داری شوی

د شاعر نور شعرونه ←