افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
دګلــــونــــوکــــندهــــار
زمـــوږدخــوښیوسپــین سهارپــه وینومــه رنګوئ
دادګلــــونــــوکــــندهــــارپـــــه ویـنومـــــه رنګـــــوئ
دادویاړونـــــو،کارنامــــواودغــــــیـرت څلــــی دی
دادننګــــونوهسک مِـــنارپـــــه وینومــــه رنګـــوئ
دآزدۍ ږغ لـــــــه دې ځایـــــــه تـــــــرډیلي رســـــېدی
دادمیرویس اواحـــــمد ښارپــــــه وینــومه رنګوئ
چورلکي مه راولــــــئ دلــــته ګل ماشوم ویده دی
داتنکی ګل دســـــره انارپـــــه وینومــــــه رنګـــــوئ
کـــــــنه زلمي پاڅي اوتاسي پــــــــرسرونــــو ولـــــي
بـس کړئ لالــــه اولالــــزارپـــــه وینومـــــه رنګـــوئ
لکــــه ایمان ،افغانستان پرموږه ګران داسي دی
دادافــــــغان ښکلی نِـــګارپــــــه وینومـــــه رنګـوئ