افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
په زړه را اووري
لکه سترګې د جانان په زړه را اووري
زما ځان افغانستان په زړه را اووري
له هيبته يې نامه ليکلی نه شم
زړه مې رېږدي چې افغان په زړه را اووري
کوم ماښام چې د لمر سره جنازه اوځي
غم لړلی کابل جان په زړه را اووري
پټولی سترګې نه شمه وېرېږم
سوځېدلي سره ګلان په زړه را اووري
لکه ګل تر او تازه يم اټک ځکه
چې ازاد پښتونستان په زړه را اووري