د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
واحديار عبدالرحيم زى

دمظلومانوچیغې

دشنه اسمان لاندې په ځمکه شورفغان چيغې شوې
دهسکوغروترمينځ دروکې دافغان چيغې شوې
بچې راوژني په زړوځوانانورحم نه کړي
دنازنین کونړبانډوکې په ایمان چیغې شوې
ميندويې وژړل يتيم هم په سلګوسلګوشو
غم دشهيد کې دفاميل اوخاندان چيغې شوې
بم يې ګوذارکړ دمسجد په بې ګنا وګړو
پورې بانډه کې دمؤذن اوپيش اما م چيغې شوې
لاس يې تړلي بې ګنا يې جيل ته وغورځاوه
پرون مې وليد ننګرهارکې ديوځوان چيغې شوې
په شکنجواوتعذيبويې دتن غوښې توى شوې
ګونتاناموکې دبې وزله مسلمان چيغې شوې
اى ! واحدياره لاس دې پورته کړه درب دربارته
ترخاورولاندې مودګران افغانستان چيغې شوې

د شاعر نور شعرونه ←