د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
رڼا مومند

غزل

زما کلی زما ښار په وینو سور دی
د افغان دمینی یار وینو سور دی
نن خاټول او لاله دواړه په سلګو دی
نن دکلی هر چنار په وینو سور دی
چې بیرغ د سوکالي می پورته غواړي
نن می هغه شهسوار په وینو سور دی
خود به ژاړي پرونی ناوي د زړه می
سپین ټټر باندی یی هار په وینو سور دی
خدایه چاته به دزړه حالاونه وایم
چې می نن دزړه قرار په وینو سور دی
دا دچا له لاسه ماته شوه راپيښه
چې می ډک د زړه بازار په وینو سور دی
نن زما دزړه ټوټو باندی سودا کړي
سرو منګولو کی هرکار په وینو سور دی
دلته مه راځه زه خاوره دافغان یم
دلته هرقدم دلار په وینو سور دی

د شاعر نور شعرونه ←