افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غــــــــــــــزل
خپلوکې وژنوپه ښکاره وسله له بله اخلو
له دې دردواوکړاووبه عبرت کله اخلو؟
په اوريې سوزوپه وطن موزړګى نه خوږيږي
که خداى کول له خپله اوره به اورخپله اخلو
دڅوپرديوپه لمسون ورانووخپل کورونه
چې لاس موورسي رسا غچ له کابله اخلو
ګل چې رانيسوپه اغزوزمونږ زخمي شي ګوتې
پاڼې يې ورژوومونږ بدله له ګله اخلو
دسرسړوته واحدياره په درنه نه ګور
چې کله مړه شي نوبلايې له کاکله اخلو