د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ښاغلي شعیب احمدحیدري شعرونه

مورجانې

مورجانې!
زړه پورى به دې نيولى وم
دشپى به دې راته نکلونه کول
تل به دى را ته دتيروختونو
يادونه کول
خو اوس ، خواوس
زما مورکۍ!
ولې رانه لاړې؟
چا رانه واخستې؟
مورې !
زه دې حيرانه پريښودم
ټول همزولي خپلو مورګانو ته وايي
مورې ورځ دې مبارک شه
خو زه غلي شم
په سترګوکې مې
داوښکو نرۍ ليکې جوړې شي
او په چغو چغو ژاړم
وايم چې اي خلکو!
ولي دومره ظالمان شوى
ولې موبۍ موره کړم
زه دخپلې
مور
مينه له چانه وغواړم؟
زه به اوس چاته وايم
مورې ورځ دې مبارک شه !
خو بيا دې
په تصوير زړه را خوشحاله کړم ،
ښکل يې کړم
سينې
ته يې خپل رانږدي کړم
لږپرې زړه ته
سکون ورکړم
په ناهيلي آواز درته وايم
مورجانې ورځ دي مبارک!
او درته درحمت دعا ډالۍ کوم.




ليليه 1389/12/17
8 مارچ

د شاعر نور شعرونه ←