افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
دوطن په ياد
که مې نصیب شی یو ځل بیا کله دیدار د وطن
غیږ کې به کښیکاږم هر بوټی او خار دوطن
دبل په ملک کې که جنت وی شپه مې نه تیریږی
د نورو قصر نه بهتر دی تور مزارد وطن
تر څو به سوزم د غربت په تناره : المان کې
خدایه او به مې کړی په بوټو د ګلزار دوطن وطن
ښکلی وطن، مغزور ولس مې نن تالا والاشو
ورک شه هغه چې ئې اخیستی دی ازار وطن
زړه راته وائې چې ځه والو زه په غرو، رغونو
ګوندی پیداکړی سر د روکی چیرته لارد وطن
ای د ملکونو خدایه!ای د دی دنیا مالکه!
کله به یو کړی د افغان ولس په کار د وطن ؟