د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1294 شاعران8588 شعرونه
میرویس لاروی

پسرلیه

پسرلیه افــــــغان زړونــــــــــوکی دسولی گلان وغـوړوه
دنفرت اوکړاونــــــــــــــو ټغر ټول کــــــــــړه گلان وغـوړوه
لکه څومره چه ښایسته یی اوپه مــــــینه آراسته یی
ځان په رنگ دی ښادی راوړه دغه وچ گلستان وغوړوه
کتابونه دجنگونو زحمی زړونو خاطرونه ټول ډک شـوی
قلم واخله نور دســــولی ورورولی یو داسـتان وغوړوه
دیتیم دی مخ غبار درحــــــــــمت په باران ومینځه بیا
ببرسری سترگی سری څیری گـریوان یتیمان وغوړوه
دکلـــــــــــــونو ارما نونو زموږ دزړونو غوټی وسـپړه ته
زموږ دســــــــولی آزادی او ورورولی دا ارمــان وغوړوه
لارویه یونیک فـــــال دی نیک خیال دی نوی کـال دی
پسرلیه دغـــــفلت په خوب بیده افغانــــــان وغـوړوه

د شاعر نور شعرونه ←