افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1091 شاعران8588 شعرونه
پسرلیه
اى سپرليه په راتګ کې دې تلوار کړه
وچې دښتې د وطن ګل ګلزار کړه
د خزان په خوب ويده مړاوي ګلونه
خپل راتګ باندې له خوبه رابېدار کړه
چې زخمي زخمي جيګر يې بيا راجوړ شي
ښه بويونه دې مرهم ددې بيمار کړه
هر لحظه ستا د راتللو ورځې شمارو
راشه راشه مونږه خلاص له انتظار کړه
مرغۍ هم ستا په هوا کې وي خوشحاله
شين چمن کې د بورا سره افطار کړه
خوشحاليږي هر وخت تا غواړي نقيب
زر زر راشه شرمنده ورته اغيار کړه