افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1539 شاعران8588 شعرونه
اژدها
چي کله خاندي کله ژاړي اشنا
داکمبخت زړه څه رانه غواړي اشنا
خیر ده په خوله باندي که هیڅ نه وایې
دتندي ګونځي ډیر څه ژباړي اشنا
دپیر په څیر کي اژدها چي ګرزي
له زهرو ډکي یې دي لاړي اشنا
چي د په موږ کي لاس وهنه کړله
شمیره د خپل ګریوان رتاړي اشنا
چي شي رایاد د بې وفا لوظونه
آه او سلګو کي مي ونغاړي اشنا
په ژوندانه کي مي چي قدر نه کړي
بیا به دنیا راپسي غواړي اشنا
سیده شعر سره سیرت هم جوړ کړه
ټول پشتون قام به په تا ویاړي اشنا
لندن