د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1091 شاعران8588 شعرونه
نور ستار سیرت

غزل

چې نصيب کې خوښي نه وي له ازله
که هرڅومره کوښښ وکړې په څو ځله



چی دماغ دافلاطون لري په سرکې
يولحظه به دتقديرنه کړي بدله



په داهرهسې يون دی چې تيريږي
هيڅوک نه پکې رسيږي ترمنزله



چی سبابيگاه هوس په طلب گرځي
پل په پل دی دشيطان په قدم ځغله



چی نيټه دمرګ دې راشي کوم ساعت کې
نوبه څوک دې خلاصوي له عزرايله



ای "سيرته " دعقبا په طلب گرځه
دی دُنیاته الله ویلی ده ذلیله

د شاعر نور شعرونه ←