د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1410 شاعران8588 شعرونه
واحديار عبدالرحيم زى

نوی پسرلی

راغلم پسرلی وږمې مې راوړلې
ځان سره دژوند کیسې مې راوړلې
بڼ به مزین غربه زرغون کړمه
پوی به لوی واړه زه په ژوندون کړمه
وبه سپړم بیا به غوټۍ ګل کړمه
زه به هرافغان په تندي ښکل کړمه
بیابه شپونکی ځي غره ته رمې سره
پوه به کړي شپیلۍ برې چینې سره
نجونې به ګلان پیکې کې وټومبي
هم به یې ځوانان پټکي کې وټومبي
ددنګ چناربه بیا پاڼې زرغونې کړم
سیل ته به روانې نازنینې کړم
ګودرکې به روانې اوبه سپینې کړم
ژوند به دوګړومینې مینې کړم



..... دردېد لی افغان .....
چیرته وې سپرلیه چیرته تللی وې ؟
نه پوهیږم ته کوم ځای کې غلی وې ؟
زمونږدردمن ملت کله لیدلای وې ؟
اوس چې له کلونوپس راغلی یې
ستړی مه شې ګرانه ته به ستړی یې
مونږته نااشنا اونالیدلای یې
دلته خزان تیرشومودې تیرې شوې
دډیروپسرلیوجنازې تیرې شوې
دلته څولسیزې شوې سپرلی نشته
غرګردوکې پټ ښکاري شپونکی نشته
هغه ښکلی بڼ چې تالیدلای وه
څومره ښایسته وه څومره ښکلی وه
اوس دګل تنه لمبووهلې ده
بڼ لمبووهلی دی چینه لمبووهلې ده
غرلمبووهلی دی دره لمبووهلې ده
کورلمبووهلی دی کوڅه لمبووهلې ده
زړه لمبووهلی دی سینه لمبووهلې ده
اوس غږدشپیلۍ چینې ته نه راځي
هغه مستې کوچۍ چینې ته نه راځي
اوس سپینه سپوږمۍ چینې ته نه راځي
پیغلې غرڅنۍ چینې ته نه راځي
کوترې بغدادۍ چینې ته نه راځي
ویرې نه هغوی چینې ته نه راځي



...... نوی پسرلی .... .
زه هم ناکردوبل خوابیولای وم
ستونزوکړاووبل خوابیولای وم
ستړی وم ستومان وم ستړی ستړی وم
ستاسوپه څیرزه هم دردیدلی وم
زه هم په وجود ږولوخوړلای وم
ټپي ومه ټپی وم ټپي شوی وم
خواوس په ډیرامید بیرته راغلی یم
ښکلی پسرلی یم نازولی یم
اوس راځۍ جوړه لاسونه ورکړومونږ
واړه افغان په دې خبرکړومونږ
دغه وران وطن کې ګلان کرکړومونږ
ټول هیواد خوشبوی اومعطرکړومونږ
خاورې دوطن لکه سره زرکړومونږ



................دردیدلی افغان ...............
خدای نه دې غواړوسږنی سپرلیه
چې خولې په خندااوغوړیدلې وي
زمونږدبڼ مړاوي تالا ګلونه
ستا دراتلو وږمووهلي وي
ازادي راوړې خپلواکې زاوړې
چې داپردۍ لښکرې تللي وي
افغانان یوبل ته په خپلوکې غړۍ ورکړي
جګړه پای ومومي لاسونه دورورۍ ورکړي
عاطفي زیری دحریت اوازادۍ ورکړي
زمونږملت ته نړیوال مبارکۍ ورکړي
مونږافغانان تاسره ګډ دګلوکروکړو
ستاراتله ولمانځوخوښي وکړواختروکړ
جوړه جوړه یاران سیلوته لاړشي
لوی اوواړه ځوانان بڼوته لاړشي
زمونږشپانه بیا دنګوغروته لاړشي
کتاردزاڼوسردروته لاړشي
زمونږکډوال بیرته کوروته لاړشي
نوبیا به مونږجوړه لاسونه درکړو
بدل دګلوکې به زړونه درکړو
کړي واحدیاردغه ارمان سپرلیه
غواړوودان افغانستان سپرلیه

د شاعر نور شعرونه ←