افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1518 شاعران8588 شعرونه
تصویر
ما دخپل عمر په زخمي شېبه کي
دخپل ژوندون پدې تېاره حالت کي
دبېوفا اوګران اشنا په تکل
دزړه په وینو بیا ېوڅه ولیکل
ومي جانان ته لیکل
ما دجانانه سره مینه نکړل
ما له رومانه سره مینه وکړل
بس دومره فرق وو دجانان او دېادو په منځ کي
ګران کله کله راتلی، یاد یې هر کله راتلی
خوښ وم پدې چه زه انځور لرمه
انځور دیار مي درلود
خودومره فرق وه دجانان او دانځور په منځ کي
انځور هرکله خندل
یار کله، کله خندل
2008/July 29
لندن