افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1305 شاعران8588 شعرونه
ښرامه کړه
بې اجله مرګ هیــڅ نسته دا ایـات دی
کـه دژونـدون بـهیر هرڅو وي بیــا مــمــات دی
راځي مرګ بېله پوښتني بې غوښتني
داخـبـره ده کــره اوهــم پــــوره، داپــه ایـــات دی
مـــرګ مه غواړه وهیچـاته په ښــرا کــي
ګــڼــه دا کار د پاک سبحان، باوریې په ایات دی
په خپله ښـــرا بده ویــل یـې دي هـم بد
ناچله روپې پاته و خاوند ته، دغه یې پانیات دی
مکښېنه له بدو چي بد اېسې په ولله
سپین له توره څخه تور سي، څرګند په کاینات دی