د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1296 شاعران8588 شعرونه
سمیع الله مهال

غزل

زه پښتون یم ته خوږه لکه پښتو شه
زه پتنګ یم ته لکه شمه په لمبو شـــه
زه به توره میوندی شم د غلیم په سر
ته ملاله سری منګولــــی په ټپوشـــه
زه به درد شمه دمینی خپل زړګی ته
ته پریشانه تړمه اوښکه په لیمو شــه
صدقه زړګی می یوسه او لاهو یی کا
د آمو سینده له مستۍ نه په څپو شـــه
مهــــال منلی یی په سر سترګو جـانانه
ته یی رانجه د لمدو سترګو په بڼو شه

د شاعر نور شعرونه ←