د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
الفت الله الفت

غند نه

چی زما سرخاوری کوی زه به یی غندل څه کړمه
زه به یی پلار نیکه ټبر لره ښکنځل څه کړمه
******
وحشیان چی راشی زما کور کلی په وینو سورکړی
ژوند می تالا کړی اوجونګړه می په سپیو چورکړی
بیا به یی نوم او بیرغ پښو لاندی کول څه کړمه
زه به یی پلار نیکه ټبر لره ښکنځل څه کړمه
******
ماشوم بچی می نن په وینو ی لمبیدلی چا کړ
د پښتو کور می په لمبو کی سوځولی چا کړ
اوس په تش لاس به ورته لاری بندول څه کړمه
زه به یی پلار نیکه ټبر لره ښکنځل څه کړمه
******
نه په پنجاب اونه شمال کی په چا اور ولږید
نه یی څوک مړه شول نه د پاسه پری کوم تور ولږید
زه دپوښتو په نوم بریتونه تاوول څه کړمه
زه به یی پلا ر نیک ټبر لره ښکنځل څه کړمه

د شاعر نور شعرونه ←