افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
ملی ګټې
دملی ګټو په سر چه سودا کاندی
پخپل کوراوپه ټبر چه سوداکاندی
چه پاړونی دخورمورپلوری په نورو
دپېغلوټو په ګدر چه سوداکاندی
په رښتیا چه افغانیت کې به یې شک وی
دوطن په لراوبر چه سودا کاندی
داغیارپه خوله چه کوردافغان وران کړی
په کابل او پېښور چه سودا کاندی
په چل ول چه خطا باسی زموږ خلک
په مېړانه او سنګر چه سوداکاندی
خپله ژبه چه پرېږدی او بله وایی
دود دستور اوپه هنر چه سودا کاندی
داسلام په نوم چه سپکه داسلام کړی
په محراب او په منبرچه سوداکاندی
چه روا ګڼی تقسیم د دښمنانو
اباسین او په خیبرچه سوداکاندی
روهین وایم داآفغان نه دی بل څوک دی
زوی دلوی افغانستان نه دی بل څوک دی
جرمنی - اوفن باخ