افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
موري
ای خوږې مورې زما
دا ستا د غېږې نه چې لرې وتم
ډیره یخني مې وشوه
دومره يخني مې وشوه
لکه ماشوم چې تمامي وولاړ وي په شنو يخو واورو
خو مور يې نه وي چې اووچت
ېې کړي تودې غېږې ته
هو ستا د غېږې نه چې لرې ووتم
زه هم څه داسې يخنئ ووهلم
چې سر تر پایه پورې سوځمه په سرو لمبوکې
خو بيا هم وایم چې یخني مې کیږي