افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1524 شاعران8588 شعرونه
غزل
زما په زړه کي ستا دميني شرر اور واخيستۍ
له دغه اوره مي اوس ټوله ځګر اور واخيستۍ
پر ولويدلې ستا د خولې د انعکاس سکروټي
زما په لاس کي د شرابو ساغر اور واخيستۍ
په يو جرعه ئي د نړي خمار راوهڅاوه
ساغر سرشار سو له مستيه کوثر اور واخيستۍ
چي ښکلى مخ دي له نقابه راښکاره کى شهلا
ستا په نظر دښکلو مخو منظر اور واخيستۍ
نه پروانه يم نه د چا اتشکدې ته عابد
دا ستا لپاره مي جانانه پر سر اور واخيستۍ
پر اننګو چي دي خولو کړه مرغلين لاړونه
شبنم د ګلو په بستر کي سحر اور واخيستۍ
چي د(عرفان) ډيوه مي ور وړه تر محرابه پوري
هلته مکار زاهد پر سر د منبر اور واخيستۍ
SAVERA HOTEL /Chennai 14/40/2011