د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
شکورالرحمن حميدي

غم ځپــلى

وي لکه يتيم بې موراوپلاره غم ځپـــــــــلى
داسې دغمونويمه ياره غم ځپـــــــــــــــــــلى



غم دې دتى خورماشـــــــوم په شـــــانـــــتې
نه مې پريږدي خوب ته ترسهاره غم ځپــلى



تصويرته دجنانه کله ژاړم کله خانــــــــــــدم
خبرې راته نه کوي دلـــداره غـــم ځپـــــــلى



ورشه ورته ووايـــــه ريبــــــــــاره چـــــــې
سلام درباندې وايي څوڅوواره غم ځــــــپلى



غمونه اويادونه دجوړه جوړه رادرومـــــــي
حميدي پکې يواځې يم نګاره غم ځـــــــــپلى
خوست

د شاعر نور شعرونه ←