د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
اما نزی

میــــــــــــــــرا ث

زموږولس ته په مــــیراث کـی تربګـــــنی ده یو تـر بـله
وارثه کی ډیره نغـــــښتی دښــــــمنی ده یو تـر بــــــــــله



یوچی لږ په ګیډه موړ سی د بل ستر ګی با ندی سـری وی
همیشه دغــه قصی دی خـــــوابــــد ی ده یو تـــر بـــــــله



پر نا حقه بها نی جـــوړی پـــــورتــه چیغی اونا ری کړی
قناعت په منځ کی نستـــــــه خوا شینی د ه یــــوتر بـــــله



چی منطق په منځ کی نه وی زور جانب قانــون چلیــږی
بیره نستـــــه دالله نــه خپــــــل سری ده یـــوتـــــــــر بــله



د خبروچی وار ورسی درچپه به کړی غـــــــټ غرونـه
ا ما نزیه سود یی نستـــه رســـوایی د ه یـــوتــــر بــــله



ناروی۰۵ـ۰۵ـ۲۰۱۰

د شاعر نور شعرونه ←