د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1529 شاعران8588 شعرونه
محمدجهان لاروی

پـسرلی

ماته را وړه ډېر ګــــلـونه پســــــــــــــــــــــــــــــــرلیه
ډېرمــې خـوښ دي ســـتا رنـــګــونه پســــــــــــــرلیه



وچـې څـانـــګې مـړه ګـــلــــونه را ژوندي کـــــــــــړه
په خــــندا کړه ســـمــې غــرونه پســـــــــــــــــــــرلیه



صـــــــبر مــه کـــــوه ښه شــــــــــین شه د خـــندا نه
چــې مـــې ورک شي ټــول غـمـــونه پســــــــــــــرلیه



ډېـر زخـــمـونه مـــې په زړه بانــدې جــــــــوړ شـوي
ورتـه را وړه مــــــلهـمونه پســــــــــــــــــــــــــــــرلیه



یــــو زه نـه یــــــــــــم دهـــــــــرچـــــا د زړه دارویـې
ډېردې کـــــــــیــږي صفتونه پســـــــــــــــــــــــــــرلیه



زه دســتاپه انــتـظارکـــــــــې لــــــولـپـه شـــــــــــــوم
لــګ خــــــــوآخــله مـــــــې هـالــونه پســـــــــــــرلیه



لاروي تـه دمــنزل مــــزلــــونه ګــــــــــــــــــــران دي
ورته ښــــــایه لــنـډ چـــــــــلــونه پســـــــــــــــــــرلیه

د شاعر نور شعرونه ←