د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
اټک يوسفزی

کشمير غواړو

پروت جنت کې په انګار يم ګنهګار يم
ګنهګار يم ګنهګار يم ګنهګار يم
هر يو کاڼی يې سره زر لال او مرجان دی
خزانو کې چې زه خوار يم ګنهګار يم
چې نه يار لرمه زه او نه ريبار څوک
نه دلبر يم نه دلدار يم ګنهګار يم
چې لړم غوندې خپل ذات خورمه پخپله
لوی قاتل يمه ښامار يم ګنهګار يم
که کشمير او فلسطين غواړم غازي يم
چې اټک غواړم په دار يم ګنهګار يم
/ کامه

د شاعر نور شعرونه ←