د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1302 شاعران8588 شعرونه
عبدالقیوم یارمندتوخی

خپلواکي

راته را درومي به لیلا د خپلواکۍ ملګرو
ځکه ټکري کي مو ورکړیدي احرار سرونه
په مینه مست یو با احساسه یو شعور لرو موژ
چی تر دا اوسه ورکوو لاوار پروار سرونه
ګورۍ که چانه وي لیدلي ننني مجنونان
شته دي له موژ سره مرګي ته انتظار سرونه
دانا الحق زور وو منصور چي ئی تر داره وروست
موژ طالبي پټکي پر سر لرو پدار سرونه
که نړیوال په سروشرابو مست خمار ماتوي
موژ دخپل تن وینوته ګرزوو خمار سرونه
خلیلي هوډ فرهادي مینه سندان زړونه لرو
دمردکیو په امیل پېیلو قطار سرونه
احرار له وخته وو احرار به یو احرار به اوسو
خونړی یون دی ورکوو داسی دکار سرونه
عزم متین په رب یقین لرو ستو مانه نه یو
دمرګ ترپولي رسووبه پدې لارسرونه




11،45
شب سه شنبه حجره
ناچاریان

د شاعر نور شعرونه ←