د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1296 شاعران8588 شعرونه
احمدجان نوزادي

جنت وطنه

جنت وطنه په دوذخ باندی بدل کړی چا
ښکلی زیبا وی په نړی کی دا نظر کړلی چا
ولس برباد وطن لمبه سو للوپه سو په اور
بس د پردیو و ښکیلاک ته برابر کړلی چا
چا دی پټکی چا دی پټی چا دی څادر وپلوره
د اد نړی ګرم بازار ته چا ورسر کړلی چا



وینه دی ځمکه ته نه رسی په هوا خرڅیږی
په خروارو خروارو بم ولی په تا اوریږی
د نړی ټولی سلاح ګانی ستا بچی ښکاروی
کله ماشوم کله بوډا کله زلمی ښکاروی
زړه می له درده څخه چوی خلاصوای دی شم
غم دی زغملای نه شم یاره هیره وای دی نه شم



د څو پیسو په مقابل کی ګرانه تا خرڅوی
هم دی حاضر هم دی پرون هم دی سبا خرڅوی
ستا د هستی ستا د مستی ستا د نشان دښمنان
ویده افغانه ! ستا په خپله توره تا ختموی
خپه په دی یم چی هم کونډه هم مړوښه ژاړی
ژړا می راسی بیا وتاته چی دوی تا ګډوی، تا ګډوی



څوبه پښتون او هزاره څوبه تاجک یی ګرانه
څوبه دازی څو به آ زی څوبه ازبیک یی ګرانه
څو مره چی ویشی دا وطن هومره دی ځان غولوی
نوزادی وایی زما زړه، زما زړه، افغانستان ورانوی

د شاعر نور شعرونه ←