افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
ما چی دی دزلفو بلا واخیسته
تا رانه د مینی سزا واخیسته
ما چی ستا دخولی نه ژړا واخیسته
تا رانه دعمر خندا واخیسته
که په حسن ته پوره یی دلربا
ما هم د ګلمینی غنأ واخیسته
ټوکی یی کولی خو ریښتیا شوله
خبره می دخولی نه اشنا واخیسته
بس داد له یی پری نښودم ملګرو
ما نه یی له ورایه رضأ واخیسته
چی تا درغیدو تکل دی کړی
ایله دی د میرویس نه دعأ واخیسته