د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
احمدجان نوزادي

د زمروځاله

مه وله په ګټو دا دخټو کور
دی زړه جونګړه کی پیریان پراته
دا دښاپیرو د ماښام ناستی ځای
دلته دی په خوب ویده دیوان پراته
لیری نه خو ښکاری چی وران کلی دی
دا زمرو ځاله ده زمریان پراته
نه پوهیږم نوم دی اوریدلی دی
دلته دی میوند کی دی غازیان پراته
ورانو کنډوالو ته یی خوار مه ګوره
هر کنډواله کی شاه زلمیان پراته
ګام په کی پری نږدی چی کباب به شی
دلته توپانونه د زمان پراته
دا دستر احمد او میرویس کلی دی
دلته د روښان خوشحال لمسیان پراته
دلته د چنګیز ککره ماته شوه
دلته دتاریخ پهلوانان پراته
دلته په ګرګین باندی مور بوره شوه
دی سپیرو قبرو کی شهیدان پراته
دا ستر ولسونه ستر تاریخ لری
وایی نوزادی ستر افغانان پراته

د شاعر نور شعرونه ←