د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
مجيب الرحمن احساس

زړه مې چوي

زه مې چوي



زړه مې چوي زړه مې چوي
انسانيت څه بې ماناشو
دادرنګ او د رياهسک ديوالونه
زړه مې چوي زړه مې چوي
داژوندون څومره بدرنګ شو
ديوبل دوکه کول دي
ديوه بل راپرځول دي
مينه څه بدرنګ الفاظ شول
مينه څه له هرڅه تشه کليمه شوه
زړه مې چوي زړه چوي
صبرنوزمادسرکاسې نه اوړي
نورنړۍ رنګينه نده
نورنوهرڅه فريب اوچل دي
نوردمينې نوم دوکه دوکه دوکه دي
نورمې زړه په زړه کې ساتم
نورله هيچاکيله نه کړم
نورپه هيچابارونه کړم
زړه مې چوي زړه مي چوي
نورپه سترګوکې رڼا دپرون نشته
نورپه زړونوکې دمينې ځاله لوټ شوه
نورانسان سپېڅلى نه دي
نورفطرت دوحشت کوردي
زړه مې چوي زړه مې چوي
انسانيت هم په پيسوشو
نوردسپينوپرېښتوسپېڅلتيانشته
نوردمينې په نوم هيڅ غلطي نه کړم

د شاعر نور شعرونه ←